د محبوب وطن په غیژکی ارام پروت یم ... لکه طفل چی ویده غیژ کی د مور وی

سلامونه او نیکي پیرزویني تولو لیدونکو او لوستونکو ته

Monday, February 21, 2011

زما لنډه پیژندنه

زما لنډه پیژندنه
زه خوشحال خان خو‌ږیاڼي په ۳ د اګست ۱۹۸۱ کال کي د ننګرهار ولایت د خوږیانو د کمبو په کلی کی په یوه درنه او منوره کورنی کی زیږیدلي یم. په یو کلنی کي د ګوزڼ د مرض له عامله په دواړو پښو فلج شوم دا نو هغه وخت وو چي مونږ هم د نورو مهاجرو ورته په پاکستان کي ورځي شپي سبا کولي. په ۶ کلني کی ما هم د نورو همزولو په څیر د تعلیم سره ډیره علاقه لرله خو تر ۷ کلنی پوري هیڅ داسي زمینه نه وه. خو زما د پلار د ملګري په هلو ځلو په نتیجه کي په یو پاکستاني مکتب کي شامل کړي شوم. دا مکتب د معلولینو او معیوبینو دپاره د پاکستان دولت جوړکړي وو. زه په دي مکتب کي د اول صنف څخه تر پنځم صنف پوری اول نمره ووم. او د پنځم په بورډ امتخان کي مي عمومی اول نمرهګی ترلاسه کړه. او همدا رنګي می د لسانس سند د پیښور پوهنتون څخه ترلاسه کړو. او دا وختي په اکاونټینګ او فاينانس ۶ کالنه تجروبه لارم.