د محبوب وطن په غیژکی ارام پروت یم ... لکه طفل چی ویده غیژ کی د مور وی

سلامونه او نیکي پیرزویني تولو لیدونکو او لوستونکو ته

Wednesday, March 09, 2011

نوروز د اسلام له نظره

محمد محمدي اشتهاردي



د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو څخه حضرت امام جعفر صادق (ع)فرمائي: (( نوروز هغه ورځ ده چې خداے پاک له خپلو بندګانو نه ژمنه واخېسته چې يوازې د يو خداے پرستش په کوي او د هغۀ لپاره به سارے او شريک نۀ ګرځوي، او د خداے پاک په رسولانو، حجتونو او امامانو عليهم السلام باندې به ايمان راوړي، او هغه ورځ ده چې د حضرت نوح (ع) کشتۍ د جودي په غرۀ باندې کښېناستېده. )) او همدا رنګ له هغه حضرت (ع) نه نقل شوي دي چې يې وفرمايل: (( نوروز هغه ورځ ده چې حضرت ابرراهيم خليل الله (ع) د خپل قوم د خلقو چې د جشن په مراسمو کښې د ګډون لپراه له ښار نه بهر تلي وو بتان مات ګوډ کړل.

اشاره: د دين له نظره پسرلے يوه موقع ده چې انسان د خلقت په راز او د سپرلي په مقام کښې غور او فکر وکړي. د نړۍ د نورو ځينو سيمو په شان زمونږ د وطن خلق هم د نوروز جشن نمانځي او يو بل ته د تازه او شين پسرلي مبارکي وائي. نو اوس دا کتل پکار دي چې ايا د اسلام له نظره داسې يوه ورځ اختر دے؟ او په دې ورځ د مسلمانانو کردار څه ډول پکار دے؟

په دې موقع غواړو چې د دې موضوع څېړنه وکړو او په مقام او حېثيت باندې يې د اسلام او د معصومو امامانو له نظره بحث وکړو؟

نوروز له اسلام نه مخکښې

له اسلام نه مخکښې د پسرلي ورځ به د اختر او جشن ورځ ګڼل کېده او ورته به يې لرغونے اختر ويلو. د ځينو له نظره تر ټولو وړومبنے کس چې د نوروز قدرونه او ستائېنه يې وکړه او هغه ورځ يې ملي اختر وګڼۀ جمشېد باچا ؤ(١) جمشېد په ټوله دنيا تسلط پېدا کړ او د ايران ملک يې اباد کړ او د کارونو او چارو اسباب د هغۀ لپاره په نوروز کښې تکميل او موزون وګرځېدل. له همدې امله دا ورځ د عجمو د کال شروع وګرځېده.(٢)

د تهمورث زوے جشېد د ايران له تاريخ نه مخکښې يعنې له مادانو نه آګاهو له افسانه اي باچايانو څخه دے. په کومه ورځ چې هغه د باچائۍ په تخت باندې کښېناست نو هغه د پسرلي وړومبۍ ورځ وه چې نوروز وبللې شوه او په دغه ورځ باندې جشن ونمانځل شو. جمشېد تر اوږدې مودې پورې باچائي وکړه ان تردې چې مغروره شو او ځان يې د نړۍ خداے وبالۀ. بالاخره ضحاک د خلقو په ملګرتيا او مرستې سره هغه له تخت نه کوز کړ او يوه ورځ يې د چين د سمندر غاړې ته هغه وليد او په اره باندې يې دوه ټوټې کړ (٣) او د هغۀ د باچائۍ غوښتنې ژوند ته يې خاتمه ورکړه.

د يو روايت له مخې د خداے د ګران رسول (ص) پاک نمسي حضرت امام جعفر صادق (ع) وفرمايل: (((( نوروز هغه ورځ ده چې خداے پاک له خپلو بندګانو نه ژمنه واخېسته چې يوازې د يو خداے پرستش په کوي او د هغۀ لپاره به سارے او شريک نۀ ګرځوي، او د خداے پاک په رسولانو، حجتونو او امامانو عليهم السلام باندې به ايمان راوړي، او هغه ورځ ده چې د حضرت نوح (ع) کشتۍ د جودي په غرۀ باندې کښېناستېده. )) (٤) او همدا رنګ له هغه حضرت (ع) نه نقل شوي دي چې يې وفرمايل: (( نوروز هغه ورځ ده چې حضرت ابرراهيم خليل الله (ع) د خپل قوم د خلقو چې د جشن په مراسمو کښې د ګډون لپراه له ښار نه بهر تلي وو بتان مات ګوډ کړل.(٥)

مجوسيانو به هم له پخوا څخه نوروز ته اهميت ورکوۀ او په دغه ورځ به يې يو بل ته مبارکي ويله او يو بل ته به يې ډالۍ او تحفې تحائف لېږل. همدا رنګ ويل شوي دي چې د حضرت امام علي (ع) د خلافت په زمانه کښې مجوسيانو د سپينو زر څو لوښي چې پکښې يې شکرې اچولې وې په نوروز کښې هغه حضرت ته ډالۍ ولېږله، هغه حضرت د هغوي ډالۍ قبوله کړه او شکره يې په خپلو دوستانو کښې ووېشله او هغه لوښي يې د جزيې ( اسلامي ټېکس ) په توګه قبول کړل (٦)

د امام جعفر صادق (ع) د همدغه روايت له مخې له اسلام نه مخکښې د خداے پاک په حکم د بني اسرائيلو د زرګونو کسانو د ژوندې کېدلو حېرانوونکې پېښه چې د قران مجيد د سورۀ بقرې په ٢٤٣ مبارک ايت کښې ورته اشاره شوې ده په نوروز کښې رامنځته شوې ده (٧) چې د شام په يو ښار کښې د طاعون بيمارۍ د خپرېدو له کبله زيات شمېر کسان مړۀ شول. دا بيماري په حقيقت کښې د هغوي لپاره د خداے پاک لخوا يوه سزا وه ځکه چې د الهي استازي هغوي له دښمن سره د جهاد لپاره رابللي وو خو هغوي سر غړونه کړې وه په دې منځومان کښې په زرګونو ( د ځينو روايتونو له مخې لس زره، يا اويا زره يا اتيا زره کسان ) له طاعون څخه د تېښتې په بهانه له ښار نه بهر شول او له تېښتې وروسته يې په ځان کښې د قدرت او خپلواکۍ احساس وکړ او په الهي ارادې باندې په سترګو پټولو او طبيعي عواملو ته د اميد د سترګو په نيولو سره په غرور کښې مبتلا شول. خداے پاک هغوي هم په هم هغه بيابان کښې په هم هغې بيمارۍ سره هلاک کړل. کلونه تېر شول او د بني اسرائيلو يو پېغمبر حضرت حزقيل (ع) له هغه ځاے سره تېرېدۀ نو له پاک ربه يې وغوښتل چې هغوي بيا راژوندي کړي. خداے پاک د هغۀ دعا قبوله کړه نو په کومه ورځ چې هغوي بيا راژوندي شول د نوروز ورځ وه. (٨)

له دغو ټولو مطالبو څخه دا معلوميږي چې نوروز له اسلام نه مخکښې هم يوه د احترام وړ او خاصه ورځ وه او په دغه ورځ د ځينو پېښو رامنتځته کېدل چې غالباً مثبتې پېښې وې د دې ورځې اهميت او شهرت نور هم زيات شو.

له اسلام نه پس د نوروز نمانځنه

د ځينو روايتونو له مخې له اسلام نه پس هم د دې ورځې قدرونه شوې ده. همدا رنګ يو لړ مهمې پېښې هم د دې ورځې د عظمت او احترام د زياتېدو سبب شوې.

له امام جعفر صادق (ع) څخه د معلي بن خنېس (٩) په حديث کښې چې علامه مجلسي وائي په متعبرو کتابونو کښې يې ليدلے دے له اسلام نه پس په نوروز کښې څو سترو سترو پېښو ته اشاره شوې ده، منجمله:

(( و هو اليوم الذى نزل فيه جبرئيل على النبى(ص), و هو اليوم الذى حمل فيه رسول الله(ص) اميرالمومنين(ع) على منكبه حتى رمى اصنام قريش من فوق البيت الحرام فهشمها, و كذلك ابراهيم, و هو اليوم الذى امر النبى اصحابه ان يبايعوا عليا بامره المومنين, و هو اليوم الذى وجه النبى عليا(ع) الى وادى الجن يإخذ عليهم البيعه له, و هو اليوم الذى بويع لاميرالمومنين(ع) فيه البيعه الثانيه, و هو اليوم الذى ظفر فيه باهل النهروان, و قتل ذوالثديه, و هو اليوم الذى يظهر فيه قائمنا و ولاه الامر و هو اليوم الذى يظفر فيه قائمنا بالدجال, فيصلبه على كناسه الكوفه, و ما من يوم نيروز, الا و نحن نتوقع فيه الفرج, لانه من ايامنا و ايام شيعتنا, حفظته العجم, و ضيعتموه إنتم; ((

نوروز هغه ورځ ده چې:

١- په دې ورځ حضرت جبرائيل (ع) د خداے په ګران رسول (ص) باندې نازل شو.

٢- په دې ورځ د خداے ګران رسول (ص) حضرت امام علي (ع) په خپلو اوږو اوچت کړو چې امام علي (ع) د قرېشو بتان د خانه کعبې له بالا خانې څخه لاندې راوغورزوي، همدارنګ حضرت ابراهيم (ع) هم په دې ورځ بتان مات کړل.

٣- په دې ورځ د خداے ګران رسول (ص) خپلو صحابه کرامو (رض) ته حکم ورکړ چې د غدير په ورځ ( چې د نوروز ورځ هم وه ) له امام علي (ع) سره د اميرالمومنين په توګه بيعت وکړي.

(لکه حـمزه بابا (رح) هم وائی:

واقعـــــه چې د غـــــديـــــر شوه پــــه نوروز کښې

پکښې شته دی لوی حکمت که څوک پوهيږي

کـــــــــه غنچــــې د نبــــــوت پـــــامـــــالـــــوې شی

هــــــر ســــــاعت بــــه نــــوې نـــــوې پېـــدا کيږي

او په يو بل ځای کښې وائی:

د مَنْْ کُنْتُ فــــرمان وشــو په کـــوم وخت کښې

په دې وخت کښې چې نوروز د کال ځواني وه

امــــــامت بـــــه يــــــې مـــــــدام ګلـــــونه ســـپړي

سلســــله يـــــې د فــــېضونــــــو لا فـــــانــــــي ده )



٤- د خداے ګران رسول (ص) حضرت علي (ع) د پېريانو وادۍ ته ولېږۀ چې له پېريانو څخه د اسلام د قبلولو او د پېغمبر اکرم (ص) د منلو بيعت واخلي.

٥- په دې ورځ خلقو يو ځل بيا د څلورم خليفه په توګه بيعت وکړ.

٦- په دې ورځ حضرت علي (ع) د خپل خلافت په دور کښې د نهروان په جنګ کښې په خوارجو باندې کامياب شو. او د خوارجو سرغنه مخدج ذوالثديه يې ووژۀ.

٧- په دې ورځ به زمونږ قائم حضرت امام مهدي (ع) ظهور کوي.

٨- په دې ورځ به امام مهدي (ع) د زمانې په خود سره طاغوت دجال باندې بريالے کيږي او هغه به د کوفې په کناسه مېدان کښې په دار ځوړندوي.

٩- هيڅ يو نوروز په مونږ (اهلبېتو) نۀ تېريږي مګر دا چې مونږ په دغه ورځ د قائم (ع) د ظهور هيله لرو، ځکه چې دغه ورځ زمونږ او زمونږ د پېروکارو له ورځو څخه ده، عجميانو د دې ورځې خيال وساتلو خو تاسوعربانو دغه ورځ تباه کړه. (١٠)

لکه چې وويل شول د اسلام له څرګندېدو نه پس ډېرو سترو سترو پېښو په رامنتځته کېدو سره د نوروز د نمانځلو عظمت نور هم زيات شوے دے.

شېخ طوسي (رح) ( وفات ٤٦٠ هـ ق ) په المصباح المتهجد کتاب کښې له معلي بن خنيس نه روايت کوي چې امام جعفر صادق (ع) وفرمايل: (( هر کله چې نوروز راورسي نو پدغه ورځ غسل وکړه او پاک او پاکيزه جامې واچوه او په ښو عطرو سره ځان خوشبويه کړه او په دغه ورځ روژه ونيسه، او د نفلونو نمونځونو نه پس او د ماسپښين او مازيګر له نمونځونو نه پس د نوروز د نمونځ په نيت دوه نمونځونه دوه رکعتي ادا کړه. په وړومبي نمونځ کښې په اول رکعت کښې له سورۀ فاتحې نه پس لس ځل سورۀ قدر او په دويم رکعت کښې له حمد نه پس لس ځل سورۀ کافرون ولوله او په دويم نمونځ کښې په اول رکعت کښې له سورۀ فاتحې نه پس لس ځل سورۀ توحيد او په دويم رکعت کښې له سورۀ فاتحې نه پس

لس ځل سورۀ ناس او سورۀ فلق ولوله او له نمونځ نه پس د شکر سجده ادا کړه او په دې سجده کښې دا لاندې دعا ولوله چې په داسې صورت کښې که د پنځوسو کالو ( يا پنځوکالو) ګناهونه (که په شرائطو سره وي ) خداے پاک به يې درته وبخښي. دعا په دا ډول ده:

((اللهم صل على محمد و آل محمد, الاوصيإ المرضيين, و على ارواحهم و اجسادهم ..... (دا دعا په تفصيل سره په مفاتيح الجنان کتاب کښې وګورئ )

په نوروز کښې د دعا دا برخه ډېره لولئ: ((يا ذاالجلال والاكرام))



دامام موسی کاظم (ع) د يو حديث نقل

محدث علامه طبرسي ( وفات ٥٨٨ هـ ق ) په مناقب کتاب کښې روايت نقلوي چې دويم عباسي خليفه منصور دوانيقي له امام موسي کاظم (ع) څخه وغوښتل چښې د نوروز په ورځ دې د جشن په مجلس کښې حاضر وي او هغه ډالۍ او تحفې چې خلق راوړي هغه دې قبولې کړي. امام د عباسي خليفه دغه غوښتنه رد کړه او وې فرمايل:



((انى قد فتشت الاخبار عن جدى رسول الله(ص) فلم اجد لهذا العيد خبرا, و انه سنه للفرس و محاها الاسلام, و معاذ الله ان نحيى ما محاه الاسلام، يعنې هغه ټول اخبار چې له نيکۀ حضرت رسول الله (ص) نه رارسېدلي دي ومې څېړل هيڅ خبر مې په دې اړه ونۀ موندۀ، دا اختر د پارسيانو سنت دےـ،اسلام هغه محو کړ، زۀ پناه غواړم په خداے سره له دې نه چې يو څيز چې اسلام هغه محو کړے وي او زۀ هغه ژوندے کړم. )) منصور وويل: (( زۀ دا مراسم د سياست او د فوځيانو د چارو د تدبيرولو لپاره ترسره کوم، ستا دې په خداے قسم وي چې په دې مراسمو کښې ګډون وکړه.امام مجبوراً په دغه مجلس کښې ګډون وکړ. اميران، قوماندانان، سرداران ، فوځيان او خلق به د هغه حضرت خدمت ته حاضرېدل او مبارکي به يې ويله او خپلې تحفې او ډالۍ به يې راوړلې. د منصور خادم هلته موجود ؤ او هغه ډالۍ به يې کتلې. په وروستيو شېبو کښې يو بوډا سړے داخل شو او امام ته يې عرض وکړ: (( اے د رسول الله (ص) د لور بي بي زويه! زۀ يو تنګ لاسے فقير يم نو ځکه مې څه څيز نه لرۀ چې مې درته ډالۍ رواړې وې خو غواړم هغه درې بېته شعرونه چې نيکۀ مې ستا د نيکۀ حضرت امام حسېن (ع) په وير کښې ويلي دي تا ته ډالۍ کړم او هغه درې بېتونه داسې دي:

عجبت لمصقول علاك فرنده

يوم الهياج و قد علاك غبار

و لاسهم نفذتك دون حرائر

يدعون جدك والدموع غزار

الا تقضقضت السهام و عاقها

عن جسمك الاجلال والاكبار;

(( يعنې حېران او پرېشان يم په هغو وېستلو تورو چې تېرۀ پلکونه يې د عاشورې په معرکه کښې ستا له دوړو په ډک بدن باندې راپرېوتل او حېران او پرېشان يم په هغو غشو باندې د حرم د مېرمنو د سترګو په وړاندې ستا په بدن باندې اورېدل په داسې حال کښې چې هغوي ستا نيکۀ د مدد لپاره رابلۀ او د اوښکو سېلاب يې له سترګو نه روان ؤ. ولې د هغو غشو اوازونه ستا له مقدس او اوچت وجود څخه خوارۀ وارۀ نۀ شول؟))

امام موسی کاظم (ع) هغۀ ته وفرمايل: ستا ډالۍ مې قبوله کړه خداے پاک دې برکتونه په برخه کړه. بيا امام خادم ته وفرمايل: خپل مشر (منصور) ته دې ورشه او د دې ټولو ډاليو او تحفو په اړه ورته رپوټ ورکړه او ورنه پوښتنه وکړه چې ورسره څه وکړم؟ خادم هم هغه شان وکړل او بيا د امام خدمت ته راستون شو او وې ويل: منصور وائي: چې دغه ټولې تحفې او ډالۍ مې تا ته وبخښلې او اختيار يې له تا سره دے. دغه وخت امام هغه ټولې ډالۍ او تحفې هغه بوډا سړي ته وبخښلې. (١١)

په دا ډول امام موسی کاظم (ع) هم منصور او د هغۀ درباريانو ته وښودله چې مونږ د دنيا په ډاليو ټپاليو او پړق پړوق پورې زړۀ نۀ دے تړلے او هم يې هغه د اهلبېتو پېروکار عاجز بوډا سړے خوشحال کړ چې د يو طاغوت ( منصور) په ماڼۍ کښې يې ظالمانو او زورورو سره د مبارزې د سېمبول او د اسلام د ستر اتل امام حسېن (ع) ياد او خاطره راژوندۍ کړه او په دا ډول هغه بوډا په داسې يوه ورځ د امام حسېن (ع) د مظلوميت په بيانولو سره د هر وخت ظالمان او طاغوتيان وغندل.

__________________________________________________________________________________

يادښتونه

(١) آقا محمد مقدس اصفهانى, الاوائل, ص584.

(٢) علامه مجلسى, بحار, ج59, ص141.

(٣)د دائره المعارف يا فرهنگ او هنر يو شمېر پوهان او دانشوران, ص1260.

(٤) بحار, ج59, ص92 و ج;11 ص342.

(٥) بحار, ج12, ص43. (د نمرود په دور کښې د حضرت ابراهيم (ع) په لاسو د بتانو ماتول په سوره انبيإ,آيه58کښې راغلي دي (٦) علامه مجلسى, بحار, ج41, ص118.

(٧) هماغه, ج59, ص92.

(٨) علامه طبرسى, تفسير مجمع البيان, تفسير قرطبى او آلوسى, تفسير روح البيان, د سورۀ بقره.د ٢٤٣ ايت په ترڅ کښې

(٩) معلى بن خنيس د امام صادق(ع) له مينه والو څخه ؤ, ارواښاد شيخ طوسى د هغۀ په شان کښې ليکي: ((و كان محمودا عنده و مضى على منهاجه; معلى, د امام صادق(ع) په نزد يو ستائېلے شوے کس ؤ او په داسې حال کښې چې د امام جعفر صادق (ع) پېروکار ؤ له دنيا نه يې سترګې پټې کړې او ارواښاد شېخ بهائي يې په حقله وائي, الحق ان معلى بن خنيس, ممدوح جدا; حق خبره دا ده چې معلي بن خنيس په حقيقت کښې د ستائېنې وړ دے ( عللامه علياري بهجه الامال ج ٧ ص ٤٨ ) د ويلو ده چې د وړومبني عباسي خليفه عبدالله سفاح په فرمان د مدينې ولسوال داوود بن علي معلي بن خنيس ونيوۀ او ورته يې وويل چې ما ته د امام جعفر صادق (ع) د پېروکارو فهرست راکړه خو معلي ورته د هغوي نومونه و نۀ ښودل او په ډاګه يې ورته وويل چې که دغه کسان زما تر پښو لاندې وي نو خپل قدم به اوچت نکړم، نو د داوود په حکم ترې سر پرې کړې شو او تنه يې په دار ځوړنده کړې شو. کله چې امام جعفر صادق (ع) د هغۀ له شهادت نه خبر شو نو وې فرمايل: (( زۀ به په قطعې توګه په داؤد باندې لعنت ووايم )) امام جعفر صادق (ع) په نمونځ باندې مشغول شو او لا سر يې له سجدې نه نۀ ؤ اوچت کړے چې د ژړا انګوله چغې شوې او خلقو وويل چې داؤد بن علي له دنيا لاړ. ( اصول کافي , ج1, ص512 و 513.)

همدا رنګ راغلي دي چې امام جعفر صادق (ع) د معلي د قتلولو په وجه په علي بن داؤد باندې نيوکه وکړه او وې فرمايل: ((قتلت رجلا من إهل الجنه; يعنې تا يو جنتي سړے ووژلو.)) (علامه عليارى, بهجه الامال, ج7,ص48)

(١٠) علامه مجلسى, بحار, ج59, ص92.

(١١) شيخ طوسى, مصباح المتهجد, ج2, ص;591 محدث قمى, مفاتيح الجنان, اعمال اول ماه او نوروز.

0 Comments:

Post a Comment

Subscribe to Post Comments [Atom]

<< Home