د محبوب وطن په غیژکی ارام پروت یم ... لکه طفل چی ویده غیژ کی د مور وی

سلامونه او نیکي پیرزویني تولو لیدونکو او لوستونکو ته

Saturday, August 04, 2007

د ملنگ جان شعرونه

نعت
سردار د دواړو کونو محمد نبي نامدار دی
محبوب د ځان لپاره پيدا کړی کردګار دی

سردار د دوړاو کونو محمد نبي اکرم
مانا کې آخرين دی پيدا شوی مقدم
پيدا د ده له مخ بي بي حوا بابا آدم
حضرت جبرائيل د ده په مخ کې خدمتګاردی

حضرت جبرائيل يې دی په مخ کې منتظر
نبي په براق سپور شو جبرائيل يې شو خاطر
امام د مرسلانو د خدای راز ته شو حاضر
پټ راز يې سره وکړ ورښودلی رب ديدار دی

پت راز يې سره وکړ مشرف شو په لولاک
اتلس کاله شپه وه ويې ليدل واړه افلاک
خالق د ګنهګارو په محشر کې ورکړ واک
واپس راغی حرم ته رسېدلی تر سهار دی

واپس راغی حرم ته ترينه څوک نه و خبر
سحر لمونځ يې ادا کړ حضرت کېناست په منبر
احوال يې د معراج وويل يارانو ته يکسر
تصديق وکړ يارانو يې رښتيا کړی اقرار دی

تصديق وکړ يارانو چې رښتيا يې پېغمبر
محبوب د پاک الله يې هم ساقي يې د کوثر
چې ستا کلمه لولي غم يې نشته په محشر
مجرم زه ملنګ جان ستايم ايسته ستا نبي اختيار دی

دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطن
دا وطن مو ځان دی
دا پښتونستان دی
دا دمينې کور زمونږ
دا د پلرو ګور زمونږ
نه ورکوؤ چا لره
دا د سترګو تور زمونږ
نه دی د بل چا وطن
دا دی د شيرشاه وطن
کور د خوشحال خان دی
دا پښتونستان دی
دا وطن دی ځان زمونږ
دا وطن ايمان زمونږ
وايي په خاپوړو کې
داسې ماشومان زمونږ
دا مو د بابا وطن
دا مو د دادا وطن
په مونږ باندې ډير ګران دی
دا پښتونستان دی
ځار يې له سيندونو شم
ځار يې له ډاګونو شم
ځار يې له خوړونو شم
ځار يې له دې غرونو شم
دا زمونږ اشنا وطن
درد له مو شفاء وطن
زړګی مې پرې روښان دی
دا پښتونستان دی
دا وطن زيارت زمونږ
دا وطن نعمت زمونږ
دا وطن په دې دنيا
دی لکه جنت زمونږ
دا وطن صفا وطن
زړۀ د ايشيا وطن
ژوندون د ملنګ جان دی
دا پښتونستان دی
يا به مې شې په وينو رنګ وطنه!
يا به مې شي په وينو رنګ وطنه !
يا به دې زر تر زر د ځان کړمه
يا به ساتم ستا نام و ننګ وطنه !
يا به خپل ځان درنه قربان کړمه
يا به پټکی تړم نرانو په شان
يا خو په سور کفن څادر شي زما
يا به ځان سيال کړم د سيلانو په شان
يا تورې خاورې به بستر شي زما
الله مې نه کړي غلامانو په شان
چې په دنيا کې زنده سر شي زما
سر درکوم په تا قلنګ وطنه !
ستا حفاظت لکه ايمان ګڼمه
وړوکی ستا په غېږ کې لوی يمه زه
ځي مې دخولې ځني ستا بوی د شيدو
مورجانې ستا حلالي زوی يمه زه
تا په طفلۍ راکړی درس د پښتو
ستا په قيمت او قدر پوی يمه زه
نه ساتم ځان، ساتم ستا پت او آبرو
ستا د ډيوې دا تغير رنګ وطنه
د وينو تېل باندې روښان کړمه
که پس له مرګه څوک جنت غواړي
زه په ژوندون ستا ازادي غواړم
که ځيني خلک د ځان صحت غواړي
زه پخپل مرګ ستا آبادي غواړم
که خدای له مانه عبادت غواړي
زه مې له خدايه خپلواکي غواړم
يم به هر چا سره په جنګ وطنه
څو چې ازاد پښتونستان کړمه
پښتونستانه! د غريبو کور يې
ستا قربانۍ ته غريبان ټولوم
خانانو ستا مينه که پرېښوده مورې!
ځم د دوهۍ نه ملنګان ټولوم
غليم به پرې نه ږدمه ستا په لورې
لو خو کوډۍ نه مسکينان ټولوم
زه ملنګ جان دې يم ملنک وطنه
تاپسې ډېر به ملنګان کړمه

0 Comments:

Post a Comment

Subscribe to Post Comments [Atom]

<< Home