د محبوب وطن په غیژکی ارام پروت یم ... لکه طفل چی ویده غیژ کی د مور وی

سلامونه او نیکي پیرزویني تولو لیدونکو او لوستونکو ته

Tuesday, July 10, 2007

ګيله


دازما ګريوان چې ګورې دانرى نرى شلېدلى
دادزړه لمبو سېزلى دامې اوښکو رانه وړى

خپلو اوښکو کې ډوب شوى ددنيا له فکره نه يم
دازما له ياده تلې زه ددې له ياده تلى

ماله تاسو لاس اخيستى تاسو لاس له مانه واخلې
پرېږدې پرېږدې چې يم پروت دميخانې په خوا کې غلى

داجل خبرې مکړه اى زاهده زه يې ناورم
ماته مخکې دهستۍ غزل په غوږ کې چاويلى

بې درمانه رنځ نيولى دشفا اميد مې نشته
پردو تېل راته شيندلى خپلو اور رالږولى

دشيطان بچې راغلي مسخرې راپورې کاندې
شاوخوا رانه تاوېږي زه يې منځ کې خوبوړى

دادکومې پاچاهي دې دژوندن جزيه مې غواړې
ځنځيرونو کې چا ټينګ دنيکمرغۍ ملک تړلى

تانه هېر يې حساب نشي ، زه يې کله هيرومه
مادې هر ګوزار رقيبه دزړګې په سر ليکلى

يوه ورځ به داسې راشي چې ګريوان ته به دې لاس کړم
درپه ياده به هوسۍ کړم چې کبلى يې تاوژلى

تابه ځان سره ايرې کړم نور غرض راباندې مکړه
ماخوهسې په دې اور کې څو څو ځلې ځان سېزلى
احمد جاويد ((اورښت ))

0 Comments:

Post a Comment

Subscribe to Post Comments [Atom]

<< Home